انصار: (د قوس۸ مه) د پښتون ژغورنې غورځنګ مشر منظور پښتن په چمن کې د افغانانو خلاف د پاکستان د وروستیو پریکړو خلاف پرلت کې ګډون او وینا کړې ده.
ښاغلي پښتین په دغه پرلت کې چې د سپین بولدک- چمن پر لاره د تګ راتګ لپاره د پاسپورټ او ویزو د حتمي کیدو خلاف له څه باندې یوې میاشتې راهیسې پيل شوی، د وینا پر مهال له پاکستانه د افغان کډوالو د اېستو پر روان بهیر نیوکې کړي.
هغه زیاته کړې چې پاکستان له دغه کار سره غواړي د پښتنو ترمنځ کرکه او اختلافات زیات کړي.
پښتین په دې اړه نور څه نه دي ویلي، خو ګومان کیږي چې اشاره یې د افغان کډوالو د اېستو په بهیر کې له پښتنو پولیسو او چارواکو د پاکستان ډېره استفاده وي.
پاکستاني پوځ او استخباراتو د افغان کډوالو د اېستو اعلان د موقت وخت لپاره د کېنولي پښتون صدراعظم انور کاکړ په خوله وکړه .
کاکړ په مکرر ډول د افغانانو خلاف پاروونکې ویناوې وکړې چې ځینې خلک یې د پاکستان تر کنټرول لاندې د محکومو پښتنو خلاف تحریک کړل.
د پاکستان د موقت صدراعظم انور کاکړ په خوله د افغانانو خلاف د پاکستاني پوځ او استخباراتو بیانونه، د پاکستان تر واک لاندې د پښتنو له توندو مخالفتونو سره هم مخ شوی.
URL تعقيب: https://www.ansarpress.com/pashto/28727